ټاكل شوې د افغانستان او ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ پنځمه او وروستۍ يو ورځنۍ لوبه نن ترسره شي.
دا لوبه به د كابل په وخت د غرمې په ۱۲ بجو د هند د دهرادون ښار په راجيو ګاندي لوبغالي كې پيل شي.
تر دې مخكې د يادو لوبډلو ترمنځ د ترسره شوو څلورو يو ورځنيو لوبو دوه افغانستان او يوه ايرلنډ ګټلې او يوه د باران له كبله بې پايلې پاى ته رسېدلې وه.
افغانستان له ايرلنډ څخه د درېيو ۲۰ اوريزو لوبو لړۍ ۳-۰ ګټلې وه.
په پام كې ده دغه لوبډلې يوه ټېسټ لوبه هم ترسره كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


