ads

سبا د پاكستان له هوايي حريمه د كابل – نوي ډيلي الوتنې پيلېږي

د هېواد د ملكي هوايي چلند اداره وايي، د پاكستاني حكومت د ژمنې له مخې به د كابل – نوي ډيلي الوتنې سر له سبا د پاکستان له هوايي حريمه بېرته عادي حالت ته ستنې او د ټکټونو بيه به راكمه شي.

نویسنده: mayar
19 کب 1397

د يادې ادارې مسوولينو ويلي، ټاكل شوې وه دا بندښت د روانې مارچ مياشتې په اتمه نېټه پاى ته ورسېږي، خو د ځينو علتونو له كبله د دې مياشتې ۱۱مې نېټې ته وغځېد.
د پاكستان فضايي حريم شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د اسلام اباد او نوي ډيلي ترمنځ د كړكېچ له زياتېدو وروسته د الوتنو پر مخ وتړل شو.
اوس مهال له كابله نوي ډيلي ته الوتنې د عمان د اوبو او ايران له فضا په ګټې اخيستنې ترسره كېږي، چې ډېر وخت نيسي او زيات لګښت لري.
هند يو له هغو هېوادونو دى، چې زيات شمېر افغانان ورته سفر کوي او تر ډېره دغه مسافرين د درملنې يا کار لپاره هلته ځي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA