جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، باعزته او تلپاتې سوله د ډېرى افغانانو غوښتنه ده او كه د خلكو يوه برخه هم له دې بهيره بهر پاتې شي، په هېواد كې تلپاتې سوله نه شي ټينګېداى.
هغه نن په ارګ كې د ښځو د نړيوالې ورځې نمانځغونډې ته وويل، سوله قومي، سمتي يا ګوندي نه ده، بلكې له ټولو افغانانو سره تړاو لري.
د جمهور رئيس غني په وينا، تلپاتې سوله ملي هدفونو ته د رسېدو زمينه برابروي.
ده يو ځل بيا د وسله والو طالبانو او پاكستان د اړيكو پر روښانتيا ټينګار وكړ.
اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله بيا په ياده غونډه كې وويل، افغان ښځو د هېواد په ۴۰ كلنه جګړه كې تر ټولو ډېر درد زغملى دى.
ده له ښځو د ملي يووالي حكومت د ملاتړ ډاډ وركړ او زياته يې كړه، افغان ښځې پر دې سربېره، چې په هېواد كې د سولې ټينګېدو غوښتونكې دي، غواړي خپلو مدني، ټولنيزو او سياسي حقونو ته هم ورسېږي.
عبدالله ټينګار وكړ، په حكومت كې د ښځو ونډه زياته شوې، خو د دوى په وړاندې تاوتريخوالى لا هم يوه عمده ستونزه ده.
كه څه هم په هېواد كې بېلابېلې ادارې د ښځو د حقونو په برخه كې فعاليت لري، خو افغان ښځې لا هم له بېلابېل تاوتريخوالي سره مخ دي.


