ads

جمهور رئيس غني د سوله ييز افغانستان لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتووالى وښود

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د ولسونو غوښتنه باعزته او تلپاتې سوله ده او د سوله ييز او باثباته افغانستان لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دى.

نویسنده: mayar
19 کب 1397
جمهور رئيس غني د سوله ييز افغانستان لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتووالى وښود

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د ولسونو غوښتنه باعزته او تلپاتې سوله ده او د سوله ييز او باثباته افغانستان لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دى.
نوموړي دا څرګندونې تېر مازديګر په فراه كې ولسي غونډې ته، چې په كې د بېلابېلو اقشارو استازو حضور درلود، د وينا په مهال وكړې.
جمهور رئيس غني وويل، سوله يې له قوي دريځه مطرح کړې او په دې برخه کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو اتلولۍ او سرښندنې د قدر وړ دي.
د هغه په وينا، افغانستان بايد د ګدايۍ پر ځاى له خپلو امکاناتو په موثرې استفادې پسې وګرځي.
د هېواد جمهور رئيس د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه، چې لومړۍ درجې ته د فراه د ارتقا په هدف له ارزونې وروسته اړوند پړاوونه بشپړ کړي.
جمهور رئيس غني پرون ناوخته له فراه نه كندهار ته لاړ او هلته يې له سېلاب ځپلو سره د مرستو بهير وارزاوه او تېره شپه بېرته كابل ته راستون شو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA