ads

اسراييلي الوتکو غزه بمبار کړه

اسراييلي الوتکو نن سهار يو ځل بيا د فلسطين د غزې تړانګې يو شمېر سيمې بمبار کړې.
د راپورونو له مخې، اسراييلي الوتکو د غزې په شمال کې بيت لاهيا او په مركز كې
دير البلح سيمه هدف وګرځوله.

نویسنده: mayar
19 کب 1397
اسراييلي الوتکو غزه بمبار کړه

اسراييلي الوتکو نن سهار يو ځل بيا د فلسطين د غزې تړانګې يو شمېر سيمې بمبار کړې.
د راپورونو له مخې، اسراييلي الوتکو د غزې په شمال کې بيت لاهيا او په مركز كې
دير البلح سيمه هدف وګرځوله.
په دير البلح كې د کب نيوونکو د ټولنې ودانۍ بمبار شوې ده.
اسراييلي چارواکي وايي، دا هوايي بريدونه يې د هغه توغندي په غبرګون کې کړي، چې له غزې د دغه هېواد پر اشکول ښار توغول شوى دى.
اسراييلي چارواکو تېره شپه تاييد کړه، چې يو توغندی د اشکول په ښار کې لګېدلی، خو چا ته يې زيان نه دى اړولى.
بلخوا د فلسطين د مقاومت ډلې ويلي، دغه توغندی يې په غزه کې د اسراييلي سرتېرو له لوري د يوه ځوان د وژلو په غبرګون کې پر اسراييل توغولى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA