د ترکيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان وايي، له روسيې د اېس ۴۰۰ ډوله توغنديو پېرل د امريکا له امنيت سره هېڅ اړيکه نه لري.
ده د عدالت او پراختيا ګوند يوې ناستې ته په خبرو کې وويل، ټول پوهېږي، چې دا موضوع له ناټو ايتلاف، له امريکا د اېف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو له اخيستو او د دې هېواد له امنيت سره يوه وړه اړيکه هم نه لري.
اردوغان ټينګار وکړ، چې اصلي ترينګلتيا د اېس ۴۰۰ له کبله نه، بلکې په سوريه کې د ترکيې د خوځښتونو له کبله ده.
د نوموړي په خبره، له روسيې د توغنديو پېرل او ورڅخه ګټه اخيستنه په بشپړه توګه څرګنده ده.
د ترکيې جمهور رئيس زياته کړه، هېواد به يې له روسيې سره د منطق او ملي ګټو پر بنسټ دغه تړون بشپړ کړي.
اردوغان هيله څرګنده کړه، چې په دې برخه کې هم د انقرې او واشنګټن ستونزه حل شي.
د جمعې په ورځ د امريکا د دفاع وزارت خبرداری ورکړ، چې که ترکيه له روسيې دا توغندي وپېري، خطرناکې پايلې به ولري.


