د كورنيو چارو وزارت د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ كې د اتو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.
دغه وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، د ګرمسېر ولسوالۍ په اړوند کليو کې د امنيتي ځواکونو د تصفيوي عملياتو په ترڅ کې د ډلګي مشر قاري باري په ګډون شپږ طالبان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.
د سرچينې په وينا، د عملياتو په مهال ۲۰ کړۍ بېلابېل ډوله ماينونه کشف او خنثى شوي او د طالبانو يو موټر سايکل د پوليسو لاس ته ورغلى دى.
وسله والو طالبانو تر دې دمه د كورنيو چارو وزارت د يادې ادعا په تړاو څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ