ads

په غزني كې په دوه اونيو كې لسګونه وسله وال طالبان وژل شوي

د غزني ولايتي چارواكي وايي، د دغه ولايت د مرکز، قره باغ، اندړو، ده يک، رشيدان او ګيلان ولسواليو په مربوطاتو كې د افغان کومانډو او بهرنيو هوايي ځواکونو د دوه اونيو په عملياتو کې د ۱۱ قوماندانانو او سرګروپانو په ګډون ۸۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

نویسنده: mayar
18 کب 1397

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري نن كليد ته وويل، په وژل شوو کې پنځه پاکستاني اتباع هم شامل دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو كې د غزني په مركز او ځينو ولسواليو كې افغان كومانډو او بهرنيو هوايي ځواكونو پر وسله والو مخالفينو خپلو عملياتو ته زور وركړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA