ads

د افغانستان او فلسطين د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې نن سره مخ كېږي

د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د اسيا د اتلولۍ او د ۲۰۱۹م ميلادي كال د نړيوال جام لوبو ته د لار موندنې په سياليو كې نن خپله دوهمه لوبه د فلسطين د ساحلي فوټبال له ملي لوبډلې سره كوي.

نویسنده: mayar
18 کب 1397

افغان لوبډلې د پنجشنبې په ورځ په خپله لومړۍ لوبه كې د ماليزيا لوبډلې ته د دوو په وړاندې په درېيو ګولونو ماتې وركړه.
د اسيا د اتلولۍ او د پاراګواى په كوربه توب د ۲۰۱۹م كال د نړيوال جام لوبو ته د لار موندنې د ساحلي فوټبال سيالۍ په تايلنډ كې روانې دي او افغانستان په A ګروپ كې له ماليزيا، فلسطين او تايلنډ سره لوبېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA