جمهور رئيس محمد اشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار فراه ته ورسېد.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، جمهور رئيس غني به د دغه سفر په لړ کې په فراه کې له سېلاب ځپلو کورنيو سره د مرستو بهير د ارزونې ترڅنګ هلته د مختلفو اقشارو له استازو سره جلا کتنې هم ولري.
د يادولو ده، چې د هېواد جمهور رئيس د تېرې چهار شنبې په ورځ كونړ ته لاړ او هلته يې څو پروژې پرانيستې.
خو د دې ولايت اوسېدونكي ادعا كوي، چې دا پروژې وړاندې هم پرانيستل شوې وې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ