جمهور رئيس محمد اشرف غني نن فراه ته د سفر په مهال د دغه ولايت له بېلابېلو اقشارو سره په جلا ناستو كې وويل، د فراه د امنيتي ستونزو د ارزونې په هدف به باصلاحيته امنيتي پلاوى ور واستوي او د هغه د موندنو په رڼا کې به هلته د امنيت د ښه ټينګښت لپاره اقدامات وشي.
ده د فراه له ځوانانو وغوښتل، چې د امنيت د ښه والي په خاطر پر ولسي طرحې کار وکړي.
جمهور رئيس غني زياته كړه، د فراه د امنيت ټينګول د حکومت لومړيتوب دی او په دې تړاو جدي تمرکز کېږي.
د نوموړي په وينا، حکومت د اوبو د مديريت لپاره پياوړې اراده لري او پر بخش اباد بند به اساسي کار پيل شي.
د هېواد د جمهور رئيس په خبره، په فراه كې د نجونو ښوونځيو د شمېر د زياتوالي ترڅنګ به د ښځينه ښوونکو بستونه هم زيات او د مسلکي لېسو جوړولو په برخه کې به د دغه ولايت مېرمنو ته لومړيتوب ورکړل شي.
جمهور رئيس غني وايي، امکاناتو ته په پام او د خلکو په مشورې د وروستيو سېلابونو له كبله له ځپل شوو كورنيو سره د مرستې لړۍ روانه ده.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو كې سېلابونو په فراه، هرات، كندهار، هلمند او ځينو نورو ولايتونو كې خلكو ته درانه ځاني او مالي زيانونه واړول.


