ads

لويې څارنوالۍ سږ كال د ښځو اړوند له ۲۷۰۰ زياتې قضيې څېړلي

لويه څارنوالي وايي، په روان ۱۳۹۷يم لمريز كال كې يې له ښځو سره د تاوتريخوالي او بد چلند تر ۲۷۰۰ زياتې قضيې څېړلې دي.

نویسنده: mayar
18 کب 1397
لويې څارنوالۍ سږ كال د ښځو اړوند له ۲۷۰۰ زياتې قضيې څېړلي

لويه څارنوالي وايي، په روان ۱۳۹۷يم لمريز كال كې يې له ښځو سره د تاوتريخوالي او بد چلند تر ۲۷۰۰ زياتې قضيې څېړلې دي.
دغې ادارې د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت د جمعې په مازديګر په خپره كړې خبرپاڼه كې ويلي، په تېرو څو كلونو كې يې له خپلو حقونو د ښځو د خبرولو ګڼې غونډې جوړې كړي، ترڅو مېرمنې وكولاى شي د ناانصافۍ په صورت کې له خپل حق څخه د دفاع لپاره غږ پورته کړي.
په خبرپاڼه كې راغلي، په لويه څارنوالۍ كې د ښځو ونډه ۲۱ اعشاريه اووه فيصده ته رسېدلې ده.
د سرچينې په وينا، په وروستيو څو کلونو كې يې ۱۷۰۴ کسان په دندو ګومارلي، چې ۳۵۹ تنه يې ښځې دي.
لويې څارنوالۍ ژمنه كړې، چې د ښځو د حقونو په برخه کې به خپلې هڅې لا ګړندۍ كړي او د دوى په ضد د تاوتريخوالي مخه به ونيسي.
د يادونې وړ ده، چې دمګړۍ په لويه څارنوالۍ كې پر يوې مرستيالۍ سربېره ۱۳ رياستونه د ښځينه کارکوونکو لخوا اداره کېږي او په ۳۱ ولايتونو کې مسلکي څارنوالانې پر دندو بوختې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA