د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د هېواد له مشرانو وغوښتل، چې سره يو ځاى شي او هېوادوالو ته د سولې لار پرانېزي.
ده نن د مارشال محمد قسيم فهيم د پنځم تلين نمانځغونډې ته وويل، سوله د افغانانو لومړيتوب دى او د هرې هغې هڅې ملاتړ كوي، چې په هېواد كې د سولې د ټينګېدو سبب كېږي.
عبدالله زياته كړه، افغانستان هغه ورځ ازاد نومول كېږي، چې ترهګرې ډلې په كې نه وي او خلك په سوله كې ژوند وكړي.
بلخوا په ياده غونډه كې د سولې عالي شورا رئيس محمد كريم خليلي وويل، د سولې راتګ ته په هېواد كې ملي اجماع موجوده ده او هېڅوك يې مخالفت نه كوي.
هغه حكومت او طالبانو ته په خطاب كې زياته كړه، سوله د خلكو غوښتنه ده او بايد د هېواد مشران، سياسي ګوندونه، د حكومت رهبري او طالبان يې دې غوښتنې ته غاړه كېږدي.
دا په داسې حال كې ده، چې له كابو دوه اونيو راهيسې د قطر په پايتخت دوحه كې د طالبانو او امريكا د استازو ترمنځ د افغان سولې په تړاو خبرې روانې دي او ورسره هممهاله په هېواد كې سولې ته هيلې ډېرې شوې دي.


