ads

د وكيلانو پر مخ د ملي شورا ودانۍ دروازې وتړل شوې

د ملي يووالي حكومت د ملي شورا ودانۍ دروازې د دې شورا د پخوانيو او اوسنيو غړو پر مخ تړلې دي.

نویسنده: mayar
18 کب 1397
د وكيلانو پر مخ د ملي شورا ودانۍ دروازې وتړل شوې

د ملي يووالي حكومت د ملي شورا ودانۍ دروازې د دې شورا د پخوانيو او اوسنيو غړو پر مخ تړلې دي.
د ملي شورا د غړو ژمنۍ رخصتي پاى ته رسېدلې او ټاكل شوې وه نن بېرته خپلې غونډې پيل كړي، خو د امنيتي ځواكونو له لوري د شورا ودانۍ ته د تګ اجازه ور نه كړل شوه.
د ولسي جرګې غړي عبدالودود پيمان له كليد سره په خبرو كې د حكومت دا كار غيرې قانوني وباله او د پاتې ولايتونو د ولسي جرګې ټاكنو د وروستيو پايلو پر اعلان يې ټينګار وكړ.
دا په داسې حال كې ده، چې د ولسي جرګې لومړي مرستيال همايون همايون تېره اونۍ وويل، د شنبې په ورځ به بېرته خپلې چارې پيل كړي، خو د ملي يووالي حكومت بيا د خلكو د نوو استازو په حضور كې د ملي شورا د پرانيستلو خبره كړې وه.
د يادونې وړ ده، چې د ۱۵ ولايتونو د ولسي جرګې ټاكنو وروستۍ پايلې لا هم نه دي اعلان شوې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA