د قطر په پايتخت دوحه كې د امريكا او وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ پنځم پړاو خبرې تر يو ورځنۍ دمې وروسته نن بيا پيلېږي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، دا مذاكرات د جمعې په ورځ رخصت وو او د شنبې په ورځ بېرته دوام پيدا كوي.
د نوموړي په وينا، په دې پړاو مذاكراتو كې د افغانستان د شخړې پر بهرني اړخ د طالب او امريكايي استازو له لوري خبرې كېږي او پر كورني اړخ يې تر دا مهاله بحث نه دى شوى.
مجاهد زياته كړې، په پنځم پړاو خبرو كې د هغو دوو موضوع ګانو پر تفصيل او جزياتو بحث کېږي، پر کومو چې د تېرې جنوري مياشتې په مذاکراتي غونډو کې هوكړه شوې وه.
هغه دغه موضوع ګانې له افغانستانه د بهرنيو سرتېرو وتل او د چا په زيان د افغان خاورې نه كارول ياد كړي دي.
د مجاهد په وينا، پر نورو موضوع ګانو، چې داخلي اړخ لري او په واشنګټن پورې اړوندې نه دي، بحث نه دى شوى.
بايد وويل شي، چې د وسله والو طالبانو او امريكا د استازو ترمنځ پنځم پړاو خبرې تر نورو هغو ډېرې اوږدې شوې او هيله مندي ورته زياته ده.


