ads

افغانستان د كركټ په يو ورځنۍ لوبه كې ايرلنډ ته ماتې وركړه

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلې ته په څلورمه يو ورځنۍ لوبه كې په ۱۰۹ منډو ماتې وركړه.

نویسنده: mayar
18 کب 1397
افغانستان د كركټ په يو ورځنۍ لوبه كې ايرلنډ ته ماتې وركړه

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلې ته په څلورمه يو ورځنۍ لوبه كې په ۱۰۹ منډو ماتې وركړه.
دا لوبه، چې پچه يې د ايرلنډ لوبډلې لوبډلمشر وګټله او افغان لوبغاړو ته يې د توپوهنې بلنه وركړه، تېره ورځ د هند د دهرادون ښار په راجيو ګاندي لوبغالي كې ترسره شوه.
د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې په ۴۹ اعشاريه يو اورونو كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۳ منډې وكړې، خو د ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلې وركړل شوى هدف پوره نه شو كړاى او په ۳۵ اعشاريه درې اورونو كې يې د ټولو لوبغاړو په له لاسه وركولو ۱۱۴ منډې وكړې او لوبه يې د ۱۰۹ منډو په توپير وبايلله.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه راشد خان ته وركړل شوه.
ده ۵۲ منډې وكړې او د سيالې لوبډلې دوه لوبغاړي يې وسوځول.
تر دې مخكې د يادو لوبډلو ترمنځ د ترسره شوو درېيو يو ورځنيو لوبو يوه افغانستان او يوه ايرلنډ ګټلې او يوه د باران له كبله بې پايلې پاى ته رسېدلې وه.
ټاكل شوې د افغانستان او ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ پنځمه او وروستۍ يو ورځنۍ لوبه سبا ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA