د عامې روغتيا وزارت چارواكي وايي، د يوه نړيوال راپور له مخې، افغانستان د روغتيايي خدمتونو په وړاندې كولو او د اېډز او تور زېړي ناروغيو په مخنيوي كې د نړۍ په كچه لومړى مقام ګټلى دى.
د اېډز د كنټرول د ملي پروګرام رئيس نقيب الله همدرد نن په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل، په دغه راپور كې هېوادونه روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسي د زياتېدو او د ناروغيو مخنيوي په برخو كې د لاسته راوړنو پر بنسټ ارزول شوي دي.
د همدرد په خبره، په هېواد كې د زرقي معتادينو او نورو كسانو په منځ كې د اېډز كچه د پخوا په څېر ده او كوم بدلون په كې نه دى راغلى.
په هېواد كې د اېډز ناروغۍ د لېږد لوی علتونه نامشروع جنسي اړيکې، د ککړو پيچکاريو کارول او د وينې انتقال بلل کېږي.


