ads

اسراييلي ځواكونو يو فلسطينى ځوان وژلى

په غزې تړانګې كې د لاريونونو په دوام پرون د اسراييلي ځواكونو په بريد كې يو فلسطينى ووژل شو او ۴۴ تنه نور ټپيان دي.

نویسنده: mayar
18 کب 1397
اسراييلي ځواكونو يو فلسطينى ځوان وژلى

په غزې تړانګې كې د لاريونونو په دوام پرون د اسراييلي ځواكونو په بريد كې يو فلسطينى ووژل شو او ۴۴ تنه نور ټپيان دي.
د تېر ۲۰۱۸م ميلادي له مارچ مياشتې راهيسې هره جمعه سلګونه فسلطينيان په غزې تړانګې كې را غونډېږي او د اسراييل په ضد لاريون كوي.
د فلسطين د روغتيا وزارت وايي، د تېرې ورځې په لاريون كې د تيمور عرفات په نوم يوه ۲۳ كلن فلسطيني ځوان خپل ژوند له لاسه وركړى دى.
په ياده سيمه كې د لاريونونو له پيل راهيسې تر دې دمه له ۱۹۰ زيات فلسطينيان وژل شوي او سلګونه تنه نور ژوبل شوي دي.
د اسراييل د اردو وياند ويلي، په غزې تړانګې كې شاوخوا ۸۴۰۰ اعتراض كوونكي را ټول شول او د تيږو او لرګيو په وارولو سره يې پر اسراييلۍ اردو بريد وكړ.
فلسطيني اعتراض كوونكي د اسراييل له حكومته غواړي، چې فلسطيني كډوالو ته د هغوى پخوانيو كورونو ته، چې اوس مهال په اسراييل كې دي، د بېرته ستنېدو اجازه وركړي.
د اسراييل دولت په ۱۹۴۸م ميلادي كال كې جوړ شو، چې په ترڅ كې يې سلګونه زره فلسطينيان له خپلو اصلي سيمو بې ځايه شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA