ټاكل شوې جمهور رئيس محمد اشرف غني سبا فراه ته لاړ شي.
د دې ولايت والي محمد شعيب ثابت نن كليد ته وويل، جمهور رئيس غني به فراه ته د خپل سفر په مهال د دغه ولايت له بېلابېلو اقشارو سره جلا ليدنې ولري.
هغه د دې سفر د هدف او اجنډا په تړاو كره معلومات ور نه كړل.
بايد وويل شي، چې د هېواد جمهور رئيس د تېرې چهار شنبې په ورځ كونړ ته لاړ او هلته يې څو پروژې پرانيستې.
خو د دغه ولايت اوسېدونكي ادعا كوي، چې دا پروژې وړاندې هم پرانيستل شوې وې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ