د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د اسيا د اتلولۍ او د ۲۰۱۹م ميلادي كال د نړيوال جام لوبو ته د لار موندنې په سياليو كې خپله لومړۍ لوبه د دوو په وړاندې په درېيو ګولونو له ماليزيا وګټله.
د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې روزونكي ميثم اشتياني كليد ته وويل، ټاكل شوې د ساحلي فوټبال افغان لوبغاړي له يو ورځنۍ دمې وروسته د شنبې په ورځ د فلسطين له لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.
ده د سبا ورځې لوبه سخته وبلله او هيله يې څرګنده كړه، چې په دې كې هم افغان لوبغاړي بريالي شي.
د اسيا د اتلولۍ او د پاراګواى په كوربه توب د ۲۰۱۹م كال د نړيوال جام لوبو ته د لار موندنې د ساحلي فوټبال سيالۍ په تايلنډ كې روانې دي او افغانستان په A ګروپ كې له ماليزيا، فلسطين او تايلنډ سره لوبېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ