نن د مارچ مياشتې اتمه نېټه ده، چې د ښځو له نړيوالې ورځې سره سمون لري.
دا ورځ پر نورو هېوادونو سربېره په افغانستان كې په داسې حال كې نمانځل كېږي، چې لا هم افغان ښځې له ډول ډول ستونزو سره مخ دي.
دوى وايي، تاوتريخوالی ورسره کېږي او په ډېرو سيمو کې له خپلو حقونو برخمنې نه دي.
په بدو کې د نجونو ورکول، په زور او ټيټ عمر ودول، وهل ټکول، د جنسي تېري او د ښځو د وژلو پېښې هغه جدي ستونزې او ناخوالې دي، چې لا هم ښځې په افغانستان کې ورسره مخ دي.
د ښځو نړيواله ورځ، چې پخوا د كارګرو ښځو د نړيوالې ورځې په نوم يادېده، هر كال د مارچ مياشتې په اتمه نېټه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو كې د پرتمينو مراسمو په ترڅ كې نمانځل كېږي.
دا ورځ په لومړيو كې د امريكا، جرمني او ختيځې اروپا د سوسيال ګوندونو په منځ كې د يوې سوسياليستې سياسي پېښې په توګه پيل، خو وروسته د ډېرى هېوادونو فرهنګ ته ورګډه شوه.
په ۱۹۷۷يم ميلادي کال کې يونېسكو يا د ملګرو ملتونو كلتوري ادارې وړانديز وکړ، چې د مارچ مياشتې اتمه نېټه دې د ښځو نړيواله ورځ وګڼل شي.


