د كورنيو چارو وزارت وايي، د كابل ښار په لوېديځ كې د تېرې ورځې د توغندويي بريدونو د مرګ ژوبلې شمېر له ۱۰۰ تنو اوښتى دى.
د دغه وزارت د وياند د دفتر سرپرست نصرت رحيمي نن كليد ته وويل، په دې توغندويي بريدونو كې د درېيو ښځو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي او د ۱۲ ښځو په ګډون ۹۵ تنه نور ټپيان دي.
تېره ورځ د كابل ښار په لوېديځ كې د وحدت اسلامي ګوند د رهبر عبدالعلي مزاري د ۲۴م تلين پر نمانځغونډې، چې په كې اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، د جمهوري رياست ټاكنو ځينو احتمالي كانديدانو او يو شمېر سياسي څېرو هم حضور درلود، توغندويي بريدونه وشول.
امنيتي ځواكونه وتوانېدل د دغو بريدونو په تور، چې مسووليت يې داعش ډلې منلى، يو تن ونيسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


