ads

غني: د سولې راتګ حتمي او نږدې شوی

جمهور ريیس محمداشرف غني وايي، اوس د تېر پرتله په افغانستان کې د سولې راتګ حتمي او نژدې شوی دی.

نویسنده: mayar
16 کب 1397
غني: د سولې راتګ حتمي او نږدې شوی

جمهور ريیس محمداشرف غني وايي، اوس د تېر پرتله په افغانستان کې د سولې راتګ حتمي او نژدې شوی دی.
د نوموړي په خبره، تجربو ښودلې ده، په هر هغه هېواد کې چې جګړه وي او د سولې راتګ رانژدې شي، نو جګړه زور اخلي، د نوموړي په خبره ځکه دی له افغان ولسه د زغم غوښتنه کوي.
جمهور رييس محمد اشرف غني یو ځل بیا په ټینګار سره وويل، موقت حکومت ورته د منلو وړ نه دی. نوموړي پر خپلو سیاسي سیالانو غږ وکړ چې د جمهوري رياست په راتلونکو ټاکنو کې ورسره سیالي وکړي.
نوموړي د سولې خبرې خپل نوښت وباله.
جمهور ريیس غني په داسې حال کې د سولې د ژر راتګ خبره کوي چې له تېرو لسو ورځو راهیسې د قطر په دوحه کې د امریکايي چارواکو او طالب استازو تر منځ د افغان سولې په اړه د تړلو دروازو تر شا تودې او اوږدې خبرې روانې دي، چې تر اوسه یې لږ جزیات له رسنیو سره شریک شوي دي.
پرون د امريکا د بهر نيو چارو وزير مايک پومپيو وویل ښايي په نژدې راتلونکي کې دی هم قطر ته سفر وکړي ځکه خبرې په مهم پړاو کې دي او د ده حضور هلته حتمي دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA