دويم تعقيب:
د کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل په لوديځ کې د عبدالعلي مزاري پر ياد غونډه د هاوان مرميو بريد شوی.
د دغه وزارت وياند نصرت رحيمي کليد ته وویل، په ياده سيمه کې له يوه کور د غونډې په سيمه د هاوان بريدونه شوي دي. د رحيمي په خبره، دغه کور يې تشخيص کړی او هغه کس يې نیولی دی چې دغه هاوانونه يې توغول.
د نوموړي په خبره، څو نور کسان هم په دغه کې کې شته چې امنيتي ځواکونه يې د نيولو يا وژلو هڅه کوي.
نن په دې سيمه کې د يو شمېر افغان چارواکو او سياسي شخصيتونو په ګډون د عبدالعلي مزاري يآد غونډه روانه وه چې د هاوان مرميو د لګېدو غږونه واورېدل شول.
د عامې روغتيا وزارت وايي، تر دې مهاله ۱۱ تنه ټپيان له دې پېښې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې تر دې مهاله رسنيو ته څه نه دي ويلي.
لومړی تعقيب: د کابل ښار په ۱۳مه ناحيه کې د عبدالعلي مزاري پر ياد غونډه وسله وال بريد شوی. په سيمه کې د څو چاودنو او د هاوان د مرميو غږونه اورېدل شوي دي.
نن په دې سيمه کې د يو شمېر افغان چارواکو او سياسي شخصيتونو په ګډون د عبدالعلي مزاري غونډه روانه وه چې د چاودنو او د هاوان مرميو د لګېدو غږونه واورېدل شول.
په سيمه کې عيني شاهدان وايي، د پېښې له سيمې روغتونونو ته ټپيان لېږدول شوي دي.
په دې تړاو د نورو جزياتو لپاره له کليد سره ووسﺉ
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


