په دوحه کې د طالب او امريکايي استازو تر منځ په څلورو اساسي موضوعاتو خبرې کېږي

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، د دوحې په خبرو کې په څلورو اساسي موضوعاتو، له افغانستان د بهرنيو ځواکونو په وتلو، د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې پر څرنګوالي، د افغانانو تر منځ په خپل منځي مذاکراتو او د دواړو اړخونو ترمنځ پر اوربند خبرې کېږي.