د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، د دوحې په خبرو کې په څلورو اساسي موضوعاتو، له افغانستان د بهرنيو ځواکونو په وتلو، د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې پر څرنګوالي، د افغانانو تر منځ په خپل منځي مذاکراتو او د دواړو اړخونو ترمنځ پر اوربند خبرې کېږي.
له يوې اوونۍ راهيسې د قطر په مرکز دوحه کې د امريکايي او طالب استازو تر منځ د سولې پنځم پړاو خبرې پيل شوې دي او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، خبرې مهم او اساسي پړاو ته رسېدلې دي.
ويل کېږي تر ټولو جنجالي موضوع له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهالوېش دی.
له بل لوري ټاکل شوې ډېر ژر د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو هم دوحې ته لاړ شي او د سولې په خبرو کې برخه واخلي.


