د راپورونو له مخې تېره ورځ ناوخته پاکستاني او هندي ځواکونو د یو بل پر پوستو راکټونه توغولي دي او نښتې تر ډېره پورې دوام کړی دی.
دواړه لوري د جګړې د پيلولو پړه پر یو بل اچوي، خو تر دې دمه د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
د هند او پاکستان ترمنځ په دې وروستیو کې اړیکې ترینګلې شوې دي، خو پاکستان هڅې پيل کړې چې له ديپلوماتیکو لارو له هند سره خپله ستونزه حل کړي.
هندي چارواکو تر دې دمه د پاکستان غوښتنو او د ستونزې ديپلوماتیک حل ته ځواب نه دی ویلی.
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، هڅه کوي له هند سره مناسبات د خبرو پر مټ حل کړي.


