ads

د جلال اباد بريد ۳۰ تنو ته د مرګ ژوبلې په اوښتو پای ته ورسېد

د ننګرهار هوایي ډګر ته څېرمه د اېم، کیو په نوم پر یوه خصوصي شرکت ډله‌ییز وسله وال برید د ۵ ځانمرګو بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد.

نویسنده: mayar
15 کب 1397
د جلال اباد بريد ۳۰ تنو ته د مرګ ژوبلې په اوښتو پای ته ورسېد

د ننګرهار هوایي ډګر ته څېرمه د اېم، کیو په نوم پر یوه خصوصي شرکت ډله‌ییز وسله وال برید د ۵ ځانمرګو بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد.
د دې ولايت د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي کلید ته وویل، برید نن سهار شاوخوا ۵ بجې پيل او ۶ ساعته یې دوام وکړ.
د هغه په خبره، لومړی دوو بریدګرو د یاد شرکت په مخ کې ځانونو ته چاودنه ورکړه او نور یې ودانۍ ته دننه شول.
د خوګیاڼي په خبره، په دې برید کې د ۵ ځانمرګو بریدګرو تر څنګ د یاد شرکت ۱۶ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي، چې په ټپيانو کې د دوو روغتیايي وضعیت نازک دی.
د هغه په خبره، امنیتي ځواکونو د بریدګرو دوه واسکټونه،یو موټر بم، ځای پر ځای ماینونه او ګڼ شمېر نور توکي هم کشف او له منځه وړي دي .
د دې برید په اړه تر اوسه د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې غبرګون نه دی ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA