ads

جمهور ريیس غني کونړ ولايت ته ورسېد

جمهور رئيس محمداشرف غني د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار د کنړ ولايت مرکز اسعداباد ته ورسېد.

نویسنده: mayar
15 کب 1397
جمهور ريیس غني کونړ ولايت ته ورسېد

جمهور رئيس محمداشرف غني د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار د کنړ ولايت مرکز اسعداباد ته ورسېد.
د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهور رئيس به د کنړ د عامې روغتیا ریاست د اداري ودانۍ په پرانیستې او د دوه سوه بستریز روغتون د بنسټ ‌‌‌‌‌‌ډبرې پر اېښودو سربېره د کنړ ولایت له مشرانو او متنفذینو, علماو, ځوانانو او ښځو سره هم جلا جلا کتنې ولري.
دا په داسې حال کې ده چې د کونړ اوسېدونکي بيا دې ولايت د جمهور ريیس غني له سفره هومره خوښ نه دي.
د دوی په خبره جمهور رييس تر دې وړاندې ولې دې ولايت ته سفر نه کاوه. دوی ټينګار کوي چې دغه ډول سفرونه يوازې کمپايني بڼه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA