ads

جمهور رييس غني د کونړ ولايت د عامې روغتيا رياست نوې ودانۍ پرانيسته

جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د کنړ ولایت مرکز اسعد اباد ته له رسېدو وروسته د دغه ولایت د عامې روغتیا رياست اداري ودانۍ پرانېسته.

نویسنده: mayar
15 کب 1397
جمهور رييس غني د کونړ ولايت د عامې روغتيا رياست نوې ودانۍ پرانيسته

جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د کنړ ولایت مرکز اسعد اباد ته له رسېدو وروسته د دغه ولایت د عامې روغتیا رياست اداري ودانۍ پرانېسته.
د ارګ له مطبوعاتي دفتره کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهوررئیس غني د یادې ودانۍ د پرانیستنې پر مهال ډاکټرانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، د عامې روغتیا وزارت ته يې لارښوونه کړې چې د تجهیز او د خدماتو د کیفیت په لوړولو تمرکز وکړي.
د کنړ ولایت د عامې روغتیا اداري ودانۍ چې د جمهور رئیس له خوا پرانیستل شوه او ګټې اخیستنې ته چمتو ده، له ۱۷ میلیونو څخه د زیاتو افغانیو په لګښت په معیاري ډول جوړه شوې.
دغه راز جمهوررئیس غني د کنړ ولایت ۲۰۰ بستریز روغتون او د انتظار خونې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.
جمهوررئیس د یاد روغتون د بنسټ ډبرې له اېښودلو وروسته وویل، دا د یو بنسټیز بدلون پیل دی او هیله لري چې د دغه روغتون بېلابېلې برخې د کنړ د شخصیتونو په نوم ونومول شي.
د کنړ د ۲۰۰بستریز روغتون او انتظار خونو پر ودانیو ۳۶۰ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د افغانستان حکومت له بودجې ورکول کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA