تېره ورځ د ملي يووالي حکومت د کابينې په غونډه کې پرېکړه شوې چې له دې وروسته په پايتخت کابل کې هم د پنجشنبې ورځې رخصتي نه ده او ټولې دولتي ادارې به په دې ورځ هم د مراجعينو پر مخ پرانيستې وي.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت وياند عبدالفتاح عشرت احمدزی وايي، د پنجشنبې ورځو د رخصتۍ د لغوې طرحه د وزيرانو په شورا کې طرحه او د دې شورا ناستې ته لېږل شوې وه.
د هغه په خبره، کابينې پرون په خپله غونډه کې دغه طرحه تاييد کړه او ټاکل شوې د راتلونکي ۱۳۹۸ لمريز کال له پيله عملي شي.


