د ټاکنيزو کمېسيونونو د سې شنبې ورځې په غونډو کې د دې کمېسيونونو اداري پلاوی وټاکل شو.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون مرستيال وياند عبدالعزيز ابراهيمي کليد ته وويل، د ټاکنو خپلواک کمېسيون په غونډه کې حوا علم نورستاني د دې کمېسیون د مشرې، عصمت الله مل د مرستيال او مسافر قوقندي د منشي او وياند په توګه وتاکل شول.
له بل لوري د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون غړو بيا زهره بيان شينوارې د خپلې مشرې، حاجي دين محمد د مرستيال او محمد قاسم الياسي د منشي او وياند په توګه ټاکلي دي.
ټاکنيز کمېسيونونه داسې مهال خپل اداري پلاوي ټاکي چې ډېر کارونه يې په مخکې پراته دي.
جمهور رييس غني د دوشنبې په ورځ د نوو کمېشنرانو د لوړې د مراسمو پر وخت له دوی غوښتنه کړې وه چې ژر تر ژره دې د جمهوري رياست، ولايتي شوراګانو، د غزني ولايت د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې ترسره کړي او دغه راز دې د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو د پاتو ولايتونو پايلې اعلان کړي.


