د امريکا د بهرنيو چارو وزير مایک پمپیو وايي، د سیمه يیزو لوبغاړو موجودیت له وسله والو طالبانو سره د سولې روان مذاکرات پېچلي کړي دي.
پمپیو هیله وښوده چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکایي مرکچیان له طالبانو سره په خبرو کې پرمختګ وکړي خو دا خبره یي هم وکړه چې له طالبانو سره وروستی تړون بېلابېل اړخونه لري او پیچلی بهیر دی.
پمپیو د امریکا د ایوا په ایالت کې د امریکايي زدهکوونکو یوې غونډې ته په خبرو کې وويل، په را روانو دوو اونیو کې به قطر ته لاړ شي او د دغه بهیر د لا پرمختګ په برخه کې به مرسته وکړي.
پمپیو همدغه راز له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د “سیمه يیزو لوبغاړو” یادونه هم وکړه او وویل چې د پاکستان په ګډون د هند، چین او روسیې موجودیت له طالبانو سره روان مذاکرات “ډېر پیچلي” کړي دي.
پمپيو داسې مهال دا خبرې کوي چې د قطر په خبرو کې د بهرنيو ځواکونو د مهالوېش او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د پوځي اډو په تړاو سخت اختلافات راپورته شوي دي او ويل کېږي پمپيو هم له همدې کبله غواړي، قطر ته لاړ شي.


