ads

هند پاکستان ته: موږ يوازې بريد کوو، مړي خپله وشمېرﺉ

د هند د هوايي ځواکونو نوی مشر بریندر سېنګ وايي هندي الوتکو په بالاکوټ کې خپل اهداف په نښه کړي دي، په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېرل د دوی کار نه دی.

نویسنده: mayar
14 کب 1397
هند پاکستان ته: موږ يوازې بريد کوو، مړي خپله وشمېرﺉ

د هند د هوايي ځواکونو نوی مشر بریندر سېنګ وايي هندي الوتکو په بالاکوټ کې خپل اهداف په نښه کړي دي، په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېرل د دوی کار نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې هند ادعا کړې چې د پاکستان په بالاکوټ سیمه کې د جیش محمد ډلې پر یو رونیز کمپ په هوايي بریدونو کې له ۲۵۰ ډېر سخت دریځه وژل شوي دي.
خو پاکستان دا ادعا ردوي او وايي چې هندي الوتکو په بیړه کې په یوې غرنۍ سیمه کې بمونه وغورځول او بیرته ستنې شوې.
پاکستان دغه راز وايي په هغه سیمه کې چې هندي الوتکو په کې بریدونه کړي د هېڅ سخت دریځه ډلې روزنیز کمپ نشته.
سېنګ ویلي، که دوی پر یوه هدف د برید پریکړه کوي، نو خامخا برید هم پرې کوي، او که دوی په ځنګل کې بمونه غورځولي وای نو بیا پاکستان ولې ځوابي اقدام وکړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA