ads

نن د افغانستان او ايرلنډ تر منځ درېيمه يو ورځنۍ لوبه ترسره کېږي

نن د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په درېيمه يو ورځنۍ لوبه کې له ايرلنډ سره د لوبې ډګر ته وزي.
دغه لوبه د افغانستان په کوربتوب د هند د دهرادون ښار په راجيو ګاندي لوبغالي کې ترسره کېږي او د کابل پر وخت غرمه ۱۲ بجې پيلېږي.

نویسنده: mayar
14 کب 1397

تر دې وړاندې د دې لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان د پنځو وېکټو په توپير ګټلې وه او دويمه هغه بيا د باران ورېدو له کبله بې پايلې پاتې شوې وه.
تر دې مهاله افغانستان په يو ورځنيو لوبو کې ۱-۰ مخکې والی لري او تر ننۍ لوبې وروسته دواړه هېوادونه دوې نورې يو ورځنۍ او يوه ټېسټ لوبه هم لري.
دغه لوبې د نړيوال پنځوس اووريز جام لپاره چې د روان کال په مې مياشت کې په انګلستان کې ترسره کېږي خورا مهمې بلل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA