ads

غني له اروپايي ټولنې پر افغانستان د تمرکز غوښتنه وکړه

جمهور رييس غني د اروپايي ټولنې هېوادونو سفیرانو په کتنه کې ويلي چې د سولې له هوکړې وروسته د پراختيآيي پروګرامونو په پلي کولو کې د دې ټولنې د غړو هېوادونو مشارکت د افغانستان لپاره ارزښتمن دی.

نویسنده: mayar
14 کب 1397

له ارګ څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهور رييس محمد اشرف غني تېر ماښام په کابل کې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له مېشتو سفیرانو سره وکتل.
سرچينه زياتوي، په دې کتنه کې چې په دلګشا ماڼۍ کې وشوه، د ټاکنو پروسې، په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د ترسره شویو اصلاحاتو، د افغانستان په محوریت د کابل پروسې د راتلونکي کنفرانس، سولې پروسې او د هېواد د ټولو اقشارو د استازو په مشارکت د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو په اړه بحث او خبرې وشوې.
غني ټینګار وکړ چې د ټاکنو د شفافیت تامین د حکومت لومړیتوب دی او په دې برخه کې لازم اقدامات شوي دي.
هغه زیاته کړه، د سولې له هوکړې وروسته د پراختيايي پروګرامونو په تطبیق کې د اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو مشارکت د افغانستان لپاره ارزښتمن دی.
دغه راز د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو سفیرانو د ټاکنو او سولې پروسې په برخه کې د خپلو هېوادونو د همکاریو د چمتووالي ډاډ ورکړ او ويې ویل، د سولې له موافقتنامې وروسته پر افغانستان جدي تمرکز کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA