د سولې عالي شورا وايي، امريکا نه شي کولای له طالبانو سره له افغانستانه د وتلو يا نه وتلو په تړاو تړون لاسليک کړي، بلکې دغسې يو څه به يوازې د کابل – واشنګټن د ۲۰۱۴ کال د امنيتي تړون پر بنسټ ترسره کېږي.
د سولې عالي شورا د دارلانشا ريیس او د سولې په برخه کې د سيمه ييزې اجماع د جوړولو لپاره د جمهور رييس ځانګړي استازي محمد عمر داوود زي نن د سولې په پروسه کې د ښځو د ګډون په تړاو په کابل کې يوې جوړې شوې غونډې ته وويل، د افغانستان رسمي ادرس افغان حکومت دی او که امريکا له افغانستانه خپل سرتېري باسي، نو بيا بايد د ۲۰۱۴ کال د امنيتي تړون په بنسټ له افغان حکومت سره خبرې وکړي.
داوودزي په دوحه کې د طالب او امريکايي پلاوي د خبرو پر دې محتوا هم نيوکه وکړه چې ګواکې طالبان نړۍ ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره يې پر ضد نه کارول کېږي.
د داووزي په خبره، طالبان دې يوازې دا ډاډ ورکړي چې له نورو ترهګرو ډلو سره به اړيکې نه جوړوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


