د ټاکنو خپلواک کمېسيون د سې شنبې ورځې په غونډه کې د دې کمېسيون اداري پلاوی وټاکل شو.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون مرستيال وياند عبدالعزيز ابراهيمي کليد ته وويل، په دې غونډه کې حوا علم نورستاني د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مشرې، عصمت الله مل د مرستيال او مسافر قوقندي د منشي او وياند په توګه وتاکل شول.
په پام کې ده چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون هم ډېر ژر خپل اداري پلاوی وټاکي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


