د ترکيې اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی چې په هالنډ کې يوې سخت دريځې ډلې د اسلام ستر پيغمر حضرت محمد ص ته سپکاوی کړی دی.
د اناتولي د راپور له مخې، د حضرت محمد ص مبارک جسم د يوې نانځکې په څېړ جوړ شوی او هغه ته له سپکاوي ډکې ليکنې شوې دي او بيا په يوه مسجد کې اېښودل شوي دي.
د دې مسجد سرپرست عبدالحامد طاهري ويلي، لمونځ کوونکي د سهار لمانځه له ادا کولو وروسته دې پېښې ته متوجه شول.
د طاهري په خبره، دغسې څه يو شمېر لمونځ کوونکي ناارامه کړل او ژر تر ژره يې پوليسو ته خبر ورکړ.
د دې مسجد سرپرست زياتوي، د دې سيمې مسلمانان له دې کبله چې ښايي د دې سخت دريځې ډلې له بريدونو سره مخ شي د خطر احساس کوي.
د راپور له مخې دغه کار د پګيدا ډلې له لوري ترسره شوی دی. دا ډله د اروپا له اسلامي کېدو سره سخته مخالفه ده.
دغه ډله په ۲۰۱۴ کال کې په المان کې د لوتز باخمن له لوري جوړه شوه.


