ads

هند پر پاکستان د بريد په مهال له مديريت کېدونکو بمونو ګټه اخيستې

يوه باوري پوځي سرچينه وايي، هند پر پاکستان په خپلو بريدونو کې د اسراييلو له مديريت کېدونکو بمونو ګټه اخيستې.

نویسنده: mayar
13 کب 1397
هند پر پاکستان د بريد په مهال له مديريت کېدونکو بمونو ګټه اخيستې

يوه باوري پوځي سرچينه وايي، هند پر پاکستان په خپلو بريدونو کې د اسراييلو له مديريت کېدونکو بمونو ګټه اخيستې.
دغه بريدونه د پاکستان په بالاکوټ کې د جيش محمد ډلې پر ضد ترسره شول.
د دې هندۍ پوځي سرچينې په حواله، د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه هند په پاکستان کې د بمبارۍ پر مهال د اسراييلي ساخت سپايس ۲۰۰۰ بمونو څخه ګته اخيستې.
ويل کېږي د دې وسلو د غلطۍ ساحه تر درېيو مترو زياته نه ده.
روسي رسنۍ سپوټنيک د دې هندي سرچينې په حواله زياته کړې، که څه هم په دقيقه توګه د دې بريدونو د تلفاتو په تړاو څه نه شي ويلی، خو دې وسلو خپل اهداف په ښه ډول له منځه وړي او هلته مېشت ټول جنګيالي يې وژلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA