ads

طالبان: د دوحې په خبرو کې په احتياط پر مخ ځو

وسله وال طالبان وايي، په دوحه کې د دوی او امريکايي پلاوي تر منځ خبرې په تدريجي ډول روانې دي، خو تر دې مهاله کوم مشخص توافق نه دی ترلاسه شوی.

نویسنده: mayar
13 کب 1397
طالبان: د دوحې په خبرو کې په احتياط پر مخ ځو

وسله وال طالبان وايي، په دوحه کې د دوی او امريکايي پلاوي تر منځ خبرې په تدريجي ډول روانې دي، خو تر دې مهاله کوم مشخص توافق نه دی ترلاسه شوی.
د وسله والو طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له لوري کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د خبرو موضوعات خورا مهم او حساس دي او دوی په خورا احتياط پر مخ ځي.
د خبرپاڼې له مخې تر دې مهاله يوازې، د بهرنيو ځواکونو د وتلو او له افغان خاورې چا ته د خطر په نه متوجه کېدو خبرې کېږي.
د هغه په خبره د کوم څه په تړاو هوکړه او سند نه دی لاسليک شوی او په دې تړاو اټکلونه او يو شمېر خبرونه يوازې ګنګوسې دي.
دا پّه داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د درې مياشتيني اوربند او له افغان حکومت سره مستقيمو خبرو ته د طالبانو د چمتو کېدو په تړاو هم خبرونه خپاره شوي و، خو مجاهد ټينګار کړی چې تر دې مهاله لا دې موضوعاتو ته نه دي ور رسېدلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA