جمهور رييس محمد اشرف غني د یو فرمان له مخې د ټاکنیزو کمېسیونونو ۱۲ نوي غړي معرفي کړل.
د افغانستان د جمهوري رياست راتلونکو ټاکنو ته احتمالي نوماندانو دوې ورځې مخکې په ارګ کې، د ټاکنیزو کمیسیونونو رهبرۍ ته ولاړو ۸۴ نوماندانو ته رایې ورکړې وې.
دغو دوولسو غوره شوو کسانو، د رایه ورکولو په بهیر کې له نورو ډېرې رایې ترلاسه کړې وې. نو ځکه د جمهور رييس غني له خوا د يوه فرمان په ترڅ کې د کمېسیونونو د کمېشنرانو په توګه په دندو وګومارل شول.
سید عصمت الله مل، مولانا محمد عبدالله، اورنګ زېب او محمد حنیف دانشیار د پنځو او مسافر قوقندي، حوا علم نورستاني او رحیمه ظریفي د درېیو کلونو لپاره د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کمېشنرانو په توګه غوره شوي دي.
همدا ډول محمد قاسم الیاس، زهره بیان شینوارې او مولوي دین محمد عظیمي د پنځو او محمد یونس طغرا او سید قطب الدین رویدار د درېیو ـ درېیو کلونو لپاره د ټاکنیزو شکایتونو کېمسيون د کمېشنرانو په توګه ټاکل شوي دي.
حبیب الرحمن ننګ د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا د مشر او چمن شاه اعتمادي هم د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دارالانشا د مشر په توګه غوره شوي دي.
دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د ټاکنیزو کمیسیونونو غړي د رایو پر بنسټ غوره کېږي. له دې مخکې د کمیسیونونو کمشنران، د غوراوي کمېټې له خوا غوره کېدل او بیا به د جمهور رييس له خوا تائیدل.


