د افغانستان د سولې د عالي شورا د اجرائیه پلاوي یو شمېر غړي وايي، د سولې مشورتي لویه جرګه ځنډېدلې ده.
د دغې شورا د اجرائیه پلاوي غړي قاضي محمد امین وقاد په رسمي توګه تاييد کړې، چې دا جرګه به د کب په میاشت کې نه، بلکې د را روان لمریز کال په وري میاشت کې جوړه شي.
د وقاد په خبره، د سولې عالي شورا د دالانشا د رييس او د سولې لپاره د سيمه ييزې اجماع د جوړولو په برخه کې د جمهور رييس ځانګړي استازي پرېکړه کړې چې دغه جرګه به د کب په مياشت کې نه بلکې د راتلونکي کال د وري په مياشت کې جوړېږي.
خو دقيقه نېټه يې لا تر دې دمه تر ده څرګنده شوې.
وقاد زياتوي، په قطر کې د سولې د خبرو جريان او د افغان حکومت له لوري له طالبانو سره دخبرو لپاره د يوه ټولمنلي پلاوي جوړول ښايي د لويې جرګې د ځنډ سبب شوي وي.
خو نوموړی وايي خپل عمر داودزي د دغې جرګې د ځنډېدو د لامل په اړه څه نه دي ویلي.


