د ټاکنيزو کمېسيونونو نوو ټاکل شوو کمېشنرانو د جمهور ريیس محمد اشرف غني په حضور کې د لوړې مراسم ترسره کړل.
جمهور رييس غني دې مراسمو ته په خبرو کې له نوو ټاکل شوو کمېشنرانو غوښتنه وکړه چې په راتلونکو دوو ورځو کې خپل اداري پلاوی وټاکي او ژر تر ژره د جمهوري رياست، ولايتي شوراګانو، د غزني ولايت د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې ترسره کړي او دغه راز د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو د پاتو ولايتونو پايلې اعلان کړي.
جمهور رييس له نوو ټاکل شوو کمېشنرانو غوښتنه وکړه چې خپل استقلال وساتي او دغه راز يې ډاډ ورکړ چې حکومت به د دوی په چارو کې هېڅ ډول لاسوهنه نه کوي.
غني خبرداری ورکړ چې له دې وروسته به ټولې ټاکنيزې سرغړونې د عدلي ادارو له لوري څېړل کېږي او عاملينو ته به يې د جزا د قانون پر بنسټ سزا ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ جمهور ريیس غني د څو ځانګړو فرمانونو له مخې د ټاکنيزو کمېسيونونو نوي غړي او د دغو کمېسيونونو د دارالانشا ريیسان وټاکل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


