ads

امريکا په پټه توګه د اسيا په لوديځ کې اف ۱۱۷ الوتکې ځای پر ځای کړې وې

د هوايي چلند په چارو کې يوه هالنډۍ تخصصي رسنۍ راپور ورکړی چې امريکا په ۲۰۱۷ کال کې په عراق او سوريه کې د خپلو ځانګړو عملياتو لپاره په منځنۍ اسيا کې څلور اف ۱۱۷ الوتکې ځای پر ځای کړې وې.

نویسنده: mayar
13 کب 1397

هالنډي رسنۍ وبګاه ادعا کړې چې دغه الوتکې کنټرولېدونکي بمونه غورځولای شي او په سوريه او عراق کې د امريکا په ځانګړو عملياتو کې ترې ګټه اخيستل شوې.
له دې الوتکو ګټه اخيستل ځکه ځانګړي بلل شوي دي، چې په ۲۰۰۸ کال کې امريکا اعلان کړی و چې نور به له دې الوتکو کار نه اخیستل کېږي ځکه د دې پر ځای اف ۲۲ او اف ۳۵ الوتکې جوړې شوې دي او تر دې الوتکو ډېرې پرمختللې دي.
خو دا چې پر دې سربېره هم امريکا ولې له دې الوتکو استفاده کړې لا هم څرګنده نه ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA