د ننګرهار د ملي امنیت چارواکي وایي، په دې ولایت کې یوازې داعش او طالب وسله وال فعالیت نه کوي، بلکې ګڼې نورې ترهګریزې ډلې هم فعالې دي.
د دې ولايت د ملي امنیت رییس تورنجنرال نظر علي واحدي وايي د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې د داعش او طالب وسله والو تر څنګ جیش محمد، لشکر طیبه، القاعده او ګڼې نورې ډلې فعالې دي.
د نوموړي په خبره یادې ډلې د یو شمېر بهرنیو هېوادونو له خوا تمویلیږي.
د ننګرهار د ملي امینت رییس زياتوي، که څه هم دا ډلې يې ځپلې دي خو بيا هم په لرې پرتو سيمو کې فعاليت کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ