د ننګرهار له بهسودو پُله تر عبدالخېلو پورې د ۱۵۲ مېليونو افغانيو په لګښت د ۱۲ کيلو متره سړک جوړېدو تړون لاسلیک شو.
دغه تړون په کابل کې د ترانسپورټ وزیر یما یاري او د دوو خصوصي ودانیزو شرکتونو د استازو تر منځ لاسلیک شو.
د ترانسپورت وزير يما ياري وویل، دغه سړک د دولت په بوديجه جوړېږي، چې دولس کيلومتره اوږدوالی او د پلې لارې او ګلدان په ګډون څلويښت متره پراخوالی لري.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغه سړک د جوړيدو چارې مشرق او ګلکسي سکای شرکتونه پرمخ وړي، چې چارې به یې د یو نیم کال په موده کې بشپړې شي.
هغه زياته کړه، چې دغه سړک له ټولنیز او اقتصادي پلوه خورا ډېر ارزښت لري.