ads

د افغانستان او ايرلنډ تر منځ دويمه لوبه د باران له کبله بې پايلې پای ته ورسېده

د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ د پنځو يو ورځنیو سياليو دوهمه لوبه د هند د دهرادون ښار په راجيو ګاندي لوبغالي کې د باران له کبله بې پايلې پای ته وسېده.

نویسنده: mayar
12 کب 1397
د افغانستان او ايرلنډ تر منځ دويمه لوبه د باران له کبله بې پايلې پای ته ورسېده

د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ د پنځو يو ورځنیو سياليو دوهمه لوبه د هند د دهرادون ښار په راجيو ګاندي لوبغالي کې د باران له کبله بې پايلې پای ته وسېده.
د دغه لوبې پچه افغان لوبډلمشر اصغر افغان ګټلې وه او د اوو لوبغاړو په زيان يې په ۴۸ عشاريه ۳ اورونو کې ۲۵۰ منډې جوړې کړې وې چې باران پيل شو او لوبه يې ودروله.
د بارام د دوام او شدت له کبله بالاخره لوبڅاران اړ شول چې لوبه بې پايلې اعلان کړي.
د دې لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان د پنځو وېکټو په توپير ګټلې وه او په دې سره په دې لړۍ کې ۱- ۰ مخکې والی لري.
دغه راز تر دې وړاندې د دواړو هېوادونو تر منځ درې شل اوريزې لوبې ټولې افغانستان ګټلې وې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA