ads

د كابل – كندهار پر لويه لار بند پاتې شوي مسافر وژغورل شول

د زابل ولايتي چارواكي وايي، د كابل – كندهار پر لويه لار د واورې په سبب د يوه ټانكر موټر د چپه كېدو له كبله بند پاتې شوي مسافر او موټر چلوونكي د استوګنې په سيمو كې ځاى پر ځاى شوي او خوراكي توكي هم ورته رسېدلي دي.

نویسنده: mayar
11 کب 1397

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال نن كليد ته وويل، د شاه جوى ولسوالۍ په مربوطاتو كې د شاوخوا ۳۰۰ موټرونو چلوونكي او مسافر، چې بند پاتې وو، په ځايي كورونو او هوټلونو كې ځاى پر ځاى شول.
د هغه په وينا، د لارې پاكولو كار دوام لري، خو په غزني كې د واورې ورېدنې له كبله لا هم د ټرافيكو پر مخ تړلې ده.
سيال زياته كړه، په شاه جوى ولسوالۍ كې د بند پاتې مسافرو له ډلې درېيو تنو يې، چې هويت يې څرګند نه دى، د سختې يخنۍ له كبله خپل ژوند له لاسه وركړى دى.
د نوموړي په خبره، د زابل په نورو سيمو كې هم خلكو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو كره شمېر يې لا څرګند نه دى.
كه څه هم خلك د روان ژمي ورښتونو ته خوښ دي، چې د دوى د وچكالۍ وېره يې له منځه وړې، خو د هېواد په بېلابېلو سيمو كې يې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA