د واورې ورېدنې او طوفانونو له كبله د سالنګ لويه لار له تېر مازديګر راهيسې د ټرافيكو پر مخ بنده ده.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوول عبدالبصير حبيبي نن كليد ته وويل، په جنوبي سالنګ كې شاوخوا نهه برفكوچونه راغلي، خو ځاني او مالي زيانونه يې نه دي اړولي.
د هغه په وينا، د وړاندوينې له مخې به په سالنګونو كې واوره ورېدنه او طوفانونه د يكشنبې ورځې تر پايه دوام ولري.
دا اووم ځل دى، چې د سالنګ لويه لار په روان ژمي كې د ټرافيكو پر مخ تړل كېږي.